د هرات ولایت د ګمرک چارو ۷۶ سلنه پرمختګ کړی دئ!
د مالیې وزارت له لوري په ګمرکونو کي د مسلکي کادرونو د ګومارلو، روڼتیا رامنځته کولو او د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کي د چټکتیا او اسانتیاوو رامنځته کولو له کبله، د هیواد د ګمرکونو په چارو کي د پام وړ پرمختګونه رامنځته سوي دي.
پر همدې بنسټ، د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي ارزوني له مخي د هرات ولایت د ګمرک چارو د روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال د غویي (ثور) په میاشت کي د تېر کال د همدې نېټې په پرتله (۷۶) سلنه پرمختګ کړی دئ.
د یادوني وړ ده، چي د هرات ولایت ګمرک د رهبرۍ فعالي هڅي او لاسته راوړني د هرات ولایت د والي، شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار له لوري د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل سوې او دوی ته د لا ښه خدمت او په چارو کي د پرمختګ په موخه د پوره ملاتړ ډاډ ورکول سو.
