د هرات ولایت ګمرک ته نوی رئیس ور وپېژندل سو

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۱:۲
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین او د ګمرکونو د عمومي رئیس له لوري الحاج مولوي محمد حامد "احمد" د هرات ولایت ګمرک د نوي رئیس په توګه د دغه ګمرک کار کوونکو ته ور وپېژندل سو.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي د دغه ګمرک معاون، د اسلام قلعه او تورغونډۍ بندرونو آمرانو او د دغه ګمرک کارکوونکو هم حضور درلود.
په پیل کي د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین د اسلامي امارت په اقتصادي کمېسیون ‏او وروسته د هيواد په ګمرکونو کي د مولوي محمد حامد "احمد" د مثبتو کړنو او ګڼو لاسته راوړنو په اړه یادونه او هر اړخیزي خبري وکړې. همدا شان د ګمرکونو عمومي رئيس او د دغه ګمرک پخواني رئيس هم د مولوي محمد حامد "احمد" د وړتیا او خدمتونو يادونه وکړه او په چارو کي ئې ورته د بریالیتوب هيله وکړه.
‏د یادولو وړ ده، چي محترم مولوي محمد حامد "احمد" تر دې وړاندي د ننګرهار او کندهار د ګمرکونو د رئیس په توګه دندي ترسره کړي دي. نوموړي د هیواد له فتحي وړاندي د جهادي فعالیتونو تر څنګ د اسلامي امارت په اقتصادي کمېسیون کي هم دنده ترسره کړې ده.
هېره دي نه وي، چي د ننګرهار په ګمرک کي د غوره ادارې جوړول، د عوايدو سیسټمي کول، د مسلکي کسانو ګمارنه او همدا راز د کندهار په ګمرک کي د اداري فساد له منځه وړل، هلته ملي سوداګرو ته اسانتياوي رامنځته کول او د عوايدو (۷۰) سلنه لوړېدل د مولوي محمد حامد "احمد" له مهمو لاسته راوړنو څخه یادولای سو

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS