د هوټلونو دولتي شرکت د پانګي زیاتیدل

د ماليې وزارت اړوند د هوټلونو دولتي شرکت له تصفیې او ارزشګذارۍ څخه وروسته د دغه شرکت پانګه ۷.۵ میلیارډه افغانیو ته لوړه سوې ده. د شرکت د پانګي زیاتوالی د حکومت په کچه یوه لویه او د پام وړ لاسته راوړنه ګڼل کیږي.