د هیواد په ختیځ زون کي د افغان طیور دولتي شرکت مهمه څانګه پرانیستل سوه
د افغان طیور دولتي شرکت بنسټیز فعالیت له دریو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره بیا پیل سوی، چي د دغه شرکت د فعالیتونو یوه مهمه څانګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کي، د دولتي شرکتونو لوی رئیس عبدالحمید اخوندزاده او د ختیځ زون اړوند مسؤلینو په حضور کي پرانیستل سوه.
د دولتي شرکتونو لوی رئیس محترم اخوندزاده د دغه شرکت د پرانیستي په مراسمو کي وویل، چي د دولتي شرکتونو لوی ریاست د رهبرۍ پلاوي د مالیې وزارت له مشرتابه سره په همکارۍ او همغږۍ هوډ لري، چي په تدریجي ډول ټول دولتي شرکتونه بیاځلي فعال او د ملي بودیجې د پیاوړتیا لپاره ئې په یوې نوي عایداتي سرچینې واړوي. هغه زیاته کړه، خوښ یم، چي د دولتي شرکتو د بیا ځلي فعالېدو په لړۍ کي نن د هېواد په ختیځ زون کي د افغان طیور دولتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو یوه مهمه څانګه پرانیزو. د شرکت د فعالیتونو پرانیستل به له موږ سره مرسته وکړي، چي د چرګانو د غوښي، هګیو، خوراکي توکو او د چرګانو د غوښي د محصولاتو د تولید او عرضه کولو په برخه کي ځان بسیایني ته ورسېږو او د بازار غوښتني له دې لاري پوره کړو. موږ هڅه کوو، چي په نږدې راتلونکي کي د افغان طیور شرکت فعالیتونه د هیواد په ټولو زونونو کي پراخ کړو. زموږ موخه دا ده، چي د دغه شرکت د فعالیتونو د پراختیا له لاري په ټول افغانستان کي د ټولیزو خدمتونو وړاندي کولو له لاري د چورګوړو د روزني او تولید ترڅنګ د فرمولاسیون او خوراکي توکو پروسيس او د لومړۍ درجې محصولاتو په وړاندي کولو سره پېرېدونکو ته ډاډ ورکړو.
په هیواد کي د جګړو او بدلونونو له پیل سره سم، د دې شرکت ټول بنسټیز فعالیتونه ودرول سول او دې شرکت په عمل کي هیڅ ډول سوداګریز فعالیت نه درلود. په هيواد کي له وروستیو بدلونونو وروسته د لومړي ځل لپاره دغه شرکت خپل سوداګریز فعالیتونه بیا پیل کړل.
اوس مهال دغه شرکت د چرګانو د کیفیت لرونکو نژادونو د پالني او چورګوړو د تولید، د حیواني خوړو تولید او تغذیې، د چرګانو له پالنې ملاتړ، پروسیس او بسته بندۍ، توزیع، صادراتو، څېړني او پراختیا په برخو کي کار پیل کړي او موخه ئې دا ده، چي شرکت د هیواد د صلاحیت لرونکو چارواکو سره په همکارۍ او همغږۍ د بازار د اړتیاوو د عرضه کولو په لړ کي معیاري خدمتونه وړاندي کړي، د خپلي دوراني پانګي څخه په ګټه اخیستني سره د شرکت بنسټیز فعالیتونه پراخ کړي او د عوایدو او کار پیدا کولو په برخه کي هیواد ته خدمت وکړي.
