د هیواد په ۴ ګمرکونو کي د لوړ تناژ اخیستلو انلوګ تلي نصبېږي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات، نیمروز، بلخ او آقینې په ګمرکونو کي د (۲۵.۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږ پایو لوړ ټنېج (تناژ) لرونکو انلوګ تلو د نصبولو چاري رواني دي.
د دغو تلو له جملې څخه دوې پایې د هرات، دوې پایې د بلخ او یوه یوه پایه د نیمروز او آقینې په ګمرکونو کي نصبېږي، چي په فعالېدو سره به ئې د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کي لا چټکتیا او روڼتیا رامنځته سي او د ملي عوایدو له ضاېع کېدو څخه د مخنیوي ترڅنګ به پر نویو جوړو سویو سړکونو د زیات وزن لرونکو موټرونو مخنیوی هم وسي.
د یادوني وړ ده، چي د یادو تلو ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي رغنیزي چاري به ئې په نیږدې راتلوونکي کي بشپړي سي.