د وري (حمل) میاشتي د معاشونو د ورکړي خبرتیا!
لکه څنګه، چي جوته ده؛ تر دې مهاله د روان (۱۴۰۳ هـ.ل) مالي کال ملي بودیجه نه ده توشېح سوې او هم مهاله د روژې میاشتي له پای ته رسېدو سره کوچنی اختر هم په را نږدې کېدو دئ؛ نو له همدې کبله د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ځانګړي هدایت پر بنسټ د مالیې وزارت د روژې مبارکي میاشتي او کوچني اختر د درناوي په پار د دولتي کارکوونکو د حمل میاشتي معاشونه اجراء کوي.