د ولایتي مستوفیتونو ۳۳ تنو آمرینو ته د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندي ښوونیز پروګرام جوړ سو!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۳۲
........


د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د عوایدو لوی ریاست سره په همغږۍ د ولایتي مستوفیتونو ۳۳ آمرینو ته د "مسلکي کولو" تر عنوان لاندي روزنیز پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کي جوړ کړ.
په دې مراسمو کي د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنېر عبداللطیف خالد، د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصور الحق ذاکر، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د ولایتی عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس مولوي عبدالمجید نجیب الله او د مالیې وزارت یو شمېر نورو مسؤلین ګډون کړی وو.
لومړی د بشري سرچینو رئیس د دغه روزنیز پروګرام په پرانیستي وینا کي وویل، موږ ستاسي د مسلکي وړتیا لوړو لپاره خپلي هڅي کړي دي او د انلاین او حضوري روزنیزو پروګرامونو جوړولو سره خپل وظیفوي او الهي مسؤلیت ادا کړی دئ. هغه وویل، دا روزنیز پروګرامونه ستاسي لپاره برخلیک ټاکونکي دي؛ نو د خپل ظرفیت د لوړولو او په اصولي او مسلکي ډول د چارو د پرمخ بېولو په موخه اعظمی ګټه ترې پورته کړئ او په پای که ازموینه په پوره چمتوالي ترسره کړئ، که نه نو موږ به مجبوره سو، چي ستاسي پر ځای نور کسان وګومارو.
ورپسې د کورنۍ پلټني لوی رئیس په خپلو خبرو کي وویل، د مستوفیتونو د عوایدو آمرین او هغه کسان، چي په عوایدي ادارو کي کار کوي، خپل مسؤلیتونه او واکونه باید درک کړي او هغه ته په کتو دي اجراآت وکړي، له مسؤلیتونو او واکونو څخه د سم پوهاوي سربېره، دوې ځانګړتیاوي هم باید ولري، یو دا چي امانتداره وي او بل تخصص باید ولري، د چارو د اصولي ترسره کولو او د فساد د مخینوي لپاره، امانتداري او تخصص یو د بل لازم او ملزوم.
د یادولو وړ ده، چي دغه روزنیز پروګرام به (۱۵) ورځي دوام وکړي او ګډونوالو ته به پکښې پر عایداتو د مالیاتو قانون، د عوایدو پر طرزالعملونو، بررسۍ او سیګټاس سیسټم تشرېح سي.ff

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS