د ولایتي ګمرکونو له ترخیص وروسته د پلټني د برخي کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید!

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۳۷
........


د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزنیزو پروګرامونو په لړۍ کي د ولایتي ګمرکونو له ترخیص وروسته د پلټني برخي کارکوونکو ته جوړ سوی یو میاشتنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
په دې ورکشاپ کي، چي د ولایتي ګمرکونو (۲۳) تنو کارکوونکو ګډون کړی وو، په اړوندو برخو کي عملي او نظري روزني ورکړل سوې.
د ورکشاپ په پای کي د ګمرکونو لوی ریاست د قانون د تنفیذ او اطاعت پذیرۍ د رئیس او نورو مسئولینو له لوري فارغ سویو کارکوونکو ته لازمي سپارښتني وسوې او  تصدیق پاڼي هم ورکړل سوې.
د یادوني وړ ده، چي له دې وړاندي هم د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري په مرکز او ولایتونو کي د کارکوونکو د وړتیا لوړولو او د چارو د لا ښه والي له پاره ورته روزنیز ورکشاپونه جوړ سوي او په راتلونکي کي به هم دوام ولري

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۵:۱۱
Background image

د بغلان ولایت مالیه ورکوونکو ته د مالیاتو په برخه کي عامه پوهاوی ورکړل سو

د مرغومي ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري او د بغلان مستوفیت په همکارۍ مالیه ورکوونکو ته په مالیاتو کي د رامنځته سویو تخفیفونو او د دوی د ستونزو اورېدو په موخه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۴۸
Background image

د محترمو متقاعدینو د پام وړ!

ټول محترم متقاعدین کولای سي، له لاندي پتي یا آدرس څخه په انلاین بڼه له کوم ځنډ پرته خپل نوبت ترلاسه کړي.
www.pension.af

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۶
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته وسوه

د مرغومي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ.ق کال کي د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS