د پنجشیر ولایت عواید د تېر په پرتله يوولس سلنه زيات سوي دي

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۴:۶
خبر

د ملي عوايدو په راټولولو، د ملي بوديجې د ملاتړ او د اصنافو د تثبیت په برخو کي د دغه ولايت مستوفیت ځانګړی ارزښت لري. د اداري چارو نظم یې د اسلامي امارت له ارزښتونو او پیغامونو سره سم پرمخ ځي. د پنجشیر ولایت مستوفیت ریاست د اړونده تخصیص سمه سپما، د دې ریاست څانګو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندي کولو په موخه د مستوفیت ریاست ته د اړتیا وړ توکو چمتو کول او د وړ او مسلکي کسانو ګمارل د دې ادارې له اصولو څخه دي. 

په ۱۳۹۹ مالي کال کي د پنجشیر ولایت مستوفیت د عواید آمریت ۸۸۶۷۰۱۶۴ افغانۍ عواید درلودل، چي د ۱۴۰۰ مالي کال له پیل څخه تر اسد میاشتي پوري دغه ادارې ۴۸۰۳۷۷۷۵ افغانۍ عواید درلودل. د ۱۴۰۰  کال سنبلې میاشتي څخه تر قوس میاشت پوري د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم يې ۵۰۵۷۴۹۲۹ افغانۍ عواید درلودل، چي د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۲.۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د پنجشیر ولایت مستوفیت د عواید آمریت د ۱۴۰۰ کال جدی، دلوي او حوت میاشتو کي ۸۲۲۳۱۲۰۵ افغانۍ عواید راټول کړي، چي ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي، د عوایدو دغه زیاتوالی په دغه ولایت کي د پاسپورټ غوښتونکو د زیات شمېر له امله دئ.

د پنجشېر ولايت له ۱۴۰۱ کال حمل میاشت څخه د روان کال تر قوس میاشت پوري ٢٦٢٩٣٢٢٧ افغانۍ عوايد درولودل.

د پنجشېر ولايت مستوفيت تېر کال کي ۱۹ اصنافه تثبیت او ثبت کړي دي. د تېر نظام په پرتله عوايد يوولس سلنه زيات سوي دي. د عادي بودیجې په برخه کي ۹۱۳۵۹۲۸۲ افغانۍ د سپما له تخصیص او اړونده حساب ته راغلي دي، چي د دغه اداري ورځني عواید ۲۷۰۱۷۱ افغانۍ، میاشتني یې ۸۲۱۷۷۲۵ افغانۍ او بلاخره کلني یې ۹۸۶۱۲۷۰۴ افغانۍ ګڼل کيږي.

د مستوفیت او د دې ادارې د کارکوونکو ژمنه دا ده چي عواید په شفاف ډول راټول کړي، له فساد سره جدي مبارزه وکړي او په دې هيواد کي د مالي ځان بسیایني پر لور ګام پورته کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS