د پکتیا ګمرک له پاره د لمریزي برېښنا سیسټم د جوړولو پروژه پیل سوه!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۰:۱۲
.............


د غویي ۱۴مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا ګمرک له پاره د لمریزي برېښنا سیسټم د جوړولو پروژه پیل کړه.
په داسي حال کي، چي د برېښنا اوسنی لګښت له جنراټور څخه دئ او په منځني ډول د کال څه باندي (۲،۶) میلیونه افغانۍ د تېلو لګښت راځي، چي د دې سیسټم په جوړېدو سره به د برېښنا لګښت را کم او په ذکر سویو افغانیو کي به سپما را منځته سي.
 د یادولو ده، چي د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چاري به ئې د یوه افغاني شرکت له لوري په راتلونکو دوو میاشتو کي بشپړي سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته وسوه

د وري۳۰مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۸
Background image

د یو شمېر مستوفيانو د اداري کړنو کلنۍ ارزونه وسوه

د وري ۲۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د (۲۰) تنو مستوفيانو د اداري فعالیتونو د (۱۴۰۴) هـ.ل کال د کلنۍ ارزوني ناسته د عوایدو او ګمرکونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د عوایدو لوی رئیس له مرکزي مالیاتي ادارو څخه لیدنه وکړه

د وري ۲۶مه ۱۴۰۵ هـ.ل 

د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست، د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست او د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر له. . .

BACK TO NEWS