د پیسو نړیوال صندوق په پنځم پړاو ارزونه کې د افغانستان له مالي او اقتصادي اصلاحاتو څخه بریالۍ ارزونه وکړه
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي له خپلو اړوندو همکارانو سره د کب میاشتې په ۲۷ مه نېټه عربي متحده اماراتو ته په رسمي سفر کې د پیسو نړیوال صندوق له تخنیکي ټیم سره چې مشري یې ښاغلي کریستوفر دونالد کوله په دوبۍ ښار کې وکتل او له دوی سره یې د پیسو نړیوال صندوق له لوري د اعتباري اسانتیاو د تمدید پروګرام تر عنوان لاندې د پنځم پړاو ارزونې د بشپړولو په اړه بحث وکړ.
په پایله کې د پیسو نړیوال صندوق یاد پلاوي د اقتصادي اصلاحاتو، د مالي سکتور اصلاح او مدیریت، د داخلي ناخالصو تولیداتو د ودې، د لوی اقتصاد اغیزمن مدیریت او په ستونزمن حالت کې د پرمختګونو تر لاسه کولو، د صنعتي سکټور د کړنو په برخو کې د حکومت شاخصونه په بریا سره مثبت و ارزول او د یاد صندوق له لوري یې ستاینه وشوه.
ټاکل شوی ده د پیسو نړیوال صندوق پلاوی د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې د خپلې ارزونې راپور د دې صندوق له اجرایوي بورډ سره شریک کړي او یاد صندوق د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د حکومت د کړنو لپاره له ۶ میلیونه څخه زیات امریکایې ډالر تشویقي پیسې د افغانستان حکومت ته ورکړي چې د حکومت له خوا د یادو پیسو تر لاسه کولو څخه وروسته، حکومت ته د دې صندوق له لوري د تشویقي پیسو مجموعه به ۲۷ میلیونه (SDR) ته ورسیږي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک کیکاږۍ.
