د کابل او د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرکونو له پاره نوي رئیسان معرفي سول!

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۲:۵۱
............

د مالیې وزارت د مقام په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ کار اهل کار ته د سپارلو او د کارکوونکو ترمنځ د تجاربو شریکولو په موخه مولوي علي احمد منیب د کابل ګمرک او محمد داؤد ایوبي د کابل نړیوال هوایي ډګر ګمرک له پاره د نویو رئیسانو په توګه وټاکل سول.
یاد رئیسان پرون د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یادو ګمرکونو کارکوونکو ته ور وپېژندل سول، چي د کابل نړیوال هوایي ډګر ګمرک د رئیس په پېژند غونډه کي د کابل نړیوال هوایي ډګر د لوی ریاست مرستیال مولوي محمد یاسین ثاقب هم ګډون کړی وو.
د ګمرکونو لوی رئیس د یادو ګمرکونو د دواړو رئیسانو د تر سره کړو کارونو ستاینه او نویو رئیسانو ته ئې د الله (ج) له درباره په اړوندو چارو کي د بریالیتوب هیله وکړه. نوموړي د کابل او د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرکونو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چي ټولي چاري په پوره صداقت او ایماندارۍ سره تر سره کړي او په ټولو برخو کي له خپلو مسؤلینو څخه اطاعت او له دوی سره پوره همغږي وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۳۳
Background image

د ۱۴۰۳ مالي کال عوایدي هدف ته د رسېدو پر څرنګوالي خبري وسوې!

د مالیې وزارت د عوایدو د لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني په مشرۍ جوړه سوې غونډه کي، د روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال عوایدي هدف ته د رسېدو پر څرنګوالي، پر حقیقي اشخاصو باندي د انتفاعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۰:۵۳
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسؤلینو سره پر مالي او عایداتي مسایلو خبري وسوې!

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر او د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو لوی رئیس محمد هاشم عمري او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۰:۱۸
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د روزنیزو پروګرامونو ۲۷تنو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!

د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست (۳۰) تنو کارکوونکو ته د دغه وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د ۴ میاشتو له پاره د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې روزنیز پروګرام جوړ سوی وو؛ د. . .

BACK TO NEWS