د کابل له غوره پوهنتونونو څخه د ممتازو محصلینو جذبول د مالیې وزارت بې ساری ګام

کلونه کلونه په ځانګړې توګه په دې نږدې څو کالو کي له ګران هیواد افغانستان څخه با استعداده، کارګر او خواریکښ ځوانان ډلي - ډلي وځي او په مختلفو بهانو دا هیواد پرېږدي. ادعا دا ده، چي لوستو ته په دولتي چوکاټ او نالوستو ته په بازار کي کار نه پیدا کېږي. دغه چاره نه د افغانستان په ګټه ده او نه هم د دې بېچاره ملت په ګټه برېښي. ځکه په لوستو ځوانانو انرژي مصرف سوې، د وطن شتمني پرې مصرف سوې او آن دا چي کلونه کلونه ئې په زده کړو ضایع کړي دي، ولي اوس په نه خبره هرڅه له لاسه ایستل کېږي.
دغه بد وضعیت نه یوازي دا چي د هیوادوالو په ځانګړې توګه د همدې ځوانانو هیلي ئې کمزوري کړي دي؛ بلکي د لوستي او کارګر نسل قحطي هم رامنځته کېدونکي ده، چي بیا به دغه تشه تر یوه اوږده مهاله ډکه نه سي او نه به ئې دولت او ملت جبران کړي.
خو الحمدالله؛ د دې ناورین د مخینوي په موخه د مالیې وزارت له کلونو را وروسته یو بې ساری ګام پورته کړ او ځوان نسل په ځانګړې توګه د پوهنتون لوستو ځوانانو ته ئې نوې انرژي او نوي هیلي ورکړې، چي انشاالله په ټول هیواد کي به په همدې قشر مثبت آغېز وکړي او هیله ده، چي دغه بهیر ټولو دولتي او خصوصي ادارو ته وغځېږي او د ځوانو کادرونو او استعدادونو په جذبولو کي یو نوی انقلاب رامنځته کړي.
مالیې وزارت د هیواد په سطحه د لومړي ځل لپاره د مرکز کابل د غوره پوهنتونونو د (۱۴۰۰ او ۱۴۰۱) کلونو له (۳۲۰) تنو ممتازو فارغینو څخه د مالیې وزارت په تشو بستونو کي د جذب په موخه د مالیې وزیر او لوړو زده کړو وزارت  علمي معین په حضور کي شفافه ازموینه واخیسته؛  ترڅو د غوره پوهنتونو د لوړو نمرو محصلین په دغه وزارت کي په دندو وګماري او اکثریت مسلکي بستونه به پرې ډک کړي.
مالیې وزارت په رسمي توګه د لوړو زده کړو له وزارت څخه د مرکز کابل د غوره پوهنتونونو د همدې کلونو لسګونه فارغ سوو ممتازو محصلینو د ورپېژندني غوښتنه کړي وه؛ ترڅو د مالیې وزارت په تشو بستونو کي جذب او د هیواد د پرمختګ لپاره کار ترې واخلي. د دې کار موخه کار اهل کار ته سپارل دي او له دې پیل سره به هر کال د هیواد له پوهنتونونو څخه د فارغو ممتازو محصلینونو له وړتیاوو ګټه اخیستل کېږي او د دې وزارت په اړوندو ادارو کي به جذب او ګمارل کېږي. موږ دغه چاره ځوانانو او لوستو کسانو ته یو زېری بولو او د دوام هیله ئې لرو.
د مالیې وزیر الحاج ملا ناصر اخند او د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف الله خیرخواه، دغه ځوانانو ته نوي هیلي ورکړي. وزیر ډاډ ورکړ، چي له تاسو سره زموږ ژمنه او ستاسو جذبول کومه نمایشي خبره نه ده؛ بلکي په ریښتینې بڼه به ئې عملي کوو او تاسو هغه استعدادونه یاست، چي د اسلامي امارت مسؤلین در پسي ګرځي؛ نه دا چي تاسو اداره په اداره وګرځئ.
موږ به تل ستاسو په شان د هیواد د غوره پوهنتونونو استعدادونه له ځان سره وساتو، د کار موقع به ورکړو، ځکه تاسو د دې هیواد د سبا مسؤلین او واکداران یاست او د دې هیواد جوړول ستاسو فکر، زده کړو، مسلکيتوب او مشورو ته لازمه اړتیا لري.
موږ د اسلامي امارت ټولو مسؤلینو ته وړاندیز کوو، چي له خپلو او ستاسو غوندي ځوانانو له وړتیاوو څخه د هیواد په جوړونه کي ګټه واخلي، د مالیې وزارت ستونزي حل کړي، مسلکي اداره رامنځته کړي او ګران افغانستان ته پرمختګ ورکړي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .