د کابل نړیوال هوايي ډګر د ګمرک ریاست خبرتیا!
ټولو هغو محترمو دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو مؤسـسو، خصـوصي شـرکتونو او انفرادي اشخاصو ته، چي توکي ئې د اسنادو د تضمین له مخـي د کابل هــوایي ډګر د ګمرک ریاست له ګودامونو څخه ایستلي او د اړوندو اسـنادو د ګمرکي طی مراحلو په موخه ئې مراجعه نه وي کړې، خبر ورکـول کيږي، که چيري د خبرتیا د خـپرېدو له نېټې (1402 /4/2۷) څــخه تر یوې میاشتي (1402 /5 /2۷) پوري خپل ګمرکي اسـناد تصـفیه نه کړي، یوزرونه به ئې بند او د راتلــونکو نورو توکو فعالیتونه به ئې له ځنډ سره مخ سي.