د کابل ولایت اړوند په (۱) او (۱۶) مه، ناحیه کي د دولتي جایدادونو د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت اړوند د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي چې د کابل ولایت اړوند په (۱) او (۱۶) مه ناحیه کي لاندې دولتي ملکیتونه د داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپاري.
1. د کابل ولایت (۱) ناحیې اړوند د سر چوک په تلي کوڅه سیمه کي یو دربند حویلۍ چې (۱۲۹.۵) متره مربع مساحت لري.
2. د کابل ولایت (۱۶) مې ناحیه اړوند د نساجي بګرامي په محوطه کي د (۲۱۶۶) متره مربع ځمکه سره د یو باب هنګر.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص چي غواړي نوموړي ملکیتونه په کرایه ونیسي کولای شي چي خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپریدو وروسته د (۱۴) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد شویو ملیکتونو شرطپاڼه د اسنادو له ارزونې او لومړي قیمت ته په کتو تر لاسه کړي.