د کابل پنځمي ناحيې اړوند میرویس میدان (کوټه سنګي) کي د یو شمېر دوکانونو د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي، چي د کابل ولایت (۵) مي ناحيې اړوند میرویس میدان (کوټه سنګي) کي(۱۳) بابه دوکانونه چي (۱۵۶) متره مربع مساحت لري، په مجموعي شکل ئي داوطلبۍ ته وړاندي کړي.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص چي غواړي نوموړی ملکیت په کرایه ونیسي کولای سي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د نشر څخه وروسته د (۱۴) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد سوي ملکیت شرطپاڼه د اسنادو له ارزونې او لومړي قیمت ته په کتو تر لاسه کړي.