د کابل ګمرک لپاره نوی سرپرست رئیس وټاکل سو
د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ ښاغلی مولوي فضل الحق چي د ریاست الوزرا عالي مقام له لوري د نوموړي د منظوري تر راتګ پوري د کابل ګمرک د سرپرست رئیس په توګه ټاکل سوی وو، نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپېژندل سو.
په دې پېژند غونډه کي چي د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او د کابل ګمرک یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو. د ګمرکونو لوی رئیس نوي ټاکل سوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ په اړوندو چارو کي د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د کابل ګمرک کارکوونکو ته ئې سپارښتنه ورکړه، چي له نوي ګمارل سوي رئیس سره په چارو کي هر اړخیزه همکاري وکړي.
نوموړي په ادارو کي د چارو د لا ښه والي لپاره تبدیلي یو اصل یاد کړ او و ئې ویل چي هیوادوالو ته باید په ادارو کي د ستونزو حلولو لپاره اړیني اسانتیاوي برابري سي.
د یادوني وړ ده چي ښاغلی مولوي فضل الحق د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون غړی پاته سوی او په ګمرکي چارو کي پوره کاري تجربه لري.
