د کندهار مستوفیت او خصوصي سکټور د مالي برخي کارکوونکو ته د مالیاتي پروسو او اظهارپاڼو ډکولو روزنیز سیمینار جوړ سو
د مرغومي ۱۱مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کندهار مستوفیت او خصوصي سکټور د مالي برخي کارکوونکو ته د مالیاتي پروسو او مالیاتي اظهارپاڼو ډکولو په تړاو سیمینار د کندهار مستوفیت د غونډو په تالار کي ترسره سو.
په دې تړاو جوړه سوې ناسته کي د کندهار مستوفي، د عوایدو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، د مستوفیت کارکوونکو او د خصوصي سکټور د مالي برخي استازو ګډون کړی وو.
په پیل کي د کندهار مستوفي الحاج ملا حکمتالله اخوند (محمد رفیق) وویل، چي د هیواد او نظام پرمختګ د ټولو ګډ مسئولیت دئ او د مستوفیت مسئولیت مالیه ورکوونکو ته اسانتیا برابرول دي او دارنګه د مالیه ورکوونکو مسئولیت بیا پر وخت او قانوني ډول د مالیې ورکړه ده. ده زیاته کړه، چي مالیاتي اظهارپاڼې باید په مستند، دقیق او معیاري ډول ډکي سي؛ ترڅو د مالیه ورکوونکو او کارکوونکو ترمنځ ستونزي کمي سي او ترڅنګ به ئې دغه پروګرامونه د مالي برخي مسئولینو ته د هري میاشتي په پیل کي د شپږو ورځو له پاره ترسره کېږي.
په دې سیمینار کي د اسلامي امارت له فتحي وروسته مالیاتي معافیتونه او تخفیفونه، د افغانستان مالیاتي نظام، د مالیې د تحصیل پروسې، د مالیه ورکوونکو حقوق او مکلفیتونه، د مالیاتي اظهارپاڼو ډکولو څرنګوالی او د مالیې محاسبه هغه اساسي موضوعات وو، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري په مسلکي او عملي ډول ګډونوالو ته تشرېح سول.
د سیمینار په پای کي د ګډونوالو پوښتني او ستونزي واورېدل سوې، چي ورته مسلکي ځوابونه ورکړل سول او د شته ستونزو د حل په موخه لازمي مشورې وړاندي سوې.
