د کندهار مستوفیت او خصوصي سکټور د مالي برخي کارکوونکو ته د مالیاتي پروسو او اظهارپاڼو ډکولو روزنیز سیمینار جوړ سو

syllab_admin
Thu, Jan 01 2026 11:15 AM
............

د مرغومي ۱۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کندهار مستوفیت او خصوصي سکټور د مالي برخي کارکوونکو ته د مالیاتي پروسو او مالیاتي اظهارپاڼو ډکولو په تړاو سیمینار د کندهار مستوفیت د غونډو په تالار کي ترسره سو.
په دې تړاو جوړه سوې ناسته کي د کندهار مستوفي، د عوایدو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، د مستوفیت کارکوونکو او د خصوصي سکټور د مالي برخي استازو ګډون کړی وو.
په پیل کي د کندهار مستوفي الحاج ملا حکمت‌الله اخوند (محمد رفیق) وویل، چي د هیواد او نظام پرمختګ د ټولو ګډ مسئولیت دئ او د مستوفیت مسئولیت مالیه ورکوونکو ته اسانتیا برابرول دي او دارنګه د مالیه ورکوونکو مسئولیت بیا پر وخت او قانوني ډول د مالیې ورکړه ده. ده زیاته کړه، چي مالیاتي اظهارپاڼې باید په مستند، دقیق او معیاري ډول ډکي سي؛ ترڅو د مالیه ورکوونکو او کارکوونکو ترمنځ ستونزي کمي سي او ترڅنګ به ئې دغه پروګرامونه د مالي برخي مسئولینو ته د هري میاشتي په پیل کي د شپږو ورځو له پاره ترسره کېږي.
په دې سیمینار کي د اسلامي امارت له فتحي وروسته مالیاتي معافیتونه او تخفیفونه، د افغانستان مالیاتي نظام، د مالیې د تحصیل پروسې، د مالیه ورکوونکو حقوق او مکلفیتونه، د مالیاتي اظهارپاڼو ډکولو څرنګوالی او د مالیې محاسبه هغه اساسي موضوعات وو، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري په مسلکي او عملي ډول ګډونوالو ته تشرېح سول.
د سیمینار په پای کي د ګډونوالو پوښتني او ستونزي واورېدل سوې، چي ورته مسلکي ځوابونه ورکړل سول او د شته ستونزو د حل په موخه لازمي مشورې وړاندي سوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS