د کورنۍ پلټني لوی رئيس او ورسره مل پلاوي د هيواد ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۵۳
.............


 د چنګاښ لومړۍ ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ښاغلي الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ پلاوي د چارو د هر اړخیزي ارزوني په موخه د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو مستوفیتونو او همدارنګه د ننګرهار او کونړ ولایتونو له ګمرکونو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کي د پلټونکو له لوري د پخوانیو پلټنو په لړ کي د ورکړل سویو اصلاحي سپارښتنو د تطبیق څرنګوالی تعقیب کړ، چي له نېکه مرغه یادو ادارو ډېری سپارښتني تطبیق کړي وې، بلخوا د کورنۍ پلټني لوی رئیس د ادارو له مسئولینو وغوښتل، چي د پاتي سپارښتنو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي او د پرمختګ راپور ئې د کورنۍ پلټني له لوی ریاست سره شریک کړي.
د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي د یادو ادارو د هر آمریت او مدیریت د چارو ارزونه وکړه او له مسئولینو سره ئې د پلټني موندني شریکي کړې؛ ترڅو ئې په اړه لازم اجراآت ترسره سي.
د کورنۍ پلټني لوی رئیس د لغمان ولایت له مستوفي سره د لیدني سربېره، د دغه ولایت له والي ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني سره په ولایتي کچه د بودیجې د اغېزمني کاروني او په رڼه او شفافه توګه د ملي عوایدو د راټولولو په برخو کي د اړوندو ولایتي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او همکارۍ په اړه هم خبري وکړې. 
د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یادو ادارو د مسئولینو ستونزي او غوښتني واورېدې او ژمنه ئې وکړه، چي د اصولي حل په موخه به ئې د وزارت له مشرتابه سره شریکي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS