د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ!
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست اړوند د بودیجې او خزاینو د پلټني رئیس ښاغلي مولوي سید احمد الله حقاني په مشرۍ یوه پلاوي د ولایتي سفرونو په دوام د چارو د ارزوني او د تېرو پلټنو د سپارښتنو تطبیق د تعقیب په موخه د لغمان ولایت مستوفیت او د دې ادارې له اړوندو دفترونو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي مولوي سید احمد الله حقاني د لغمان ولایت له مستوفي او د دغه ادارې له آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو سره د تېرو پلټنو په ترڅ کي د دې ریاست د پلټوونکو له لوري د ورکړل سوو اصلاحي سپارښتنو د تطبیق په اړه خبري وکړې او ټینګار ئې وکړ، چي سپارښتني باید پرته له ځنډ څخه عملي او د کورنۍ پلټني لوی ریاست ته ډاډ ورکړل سي.
د لغمان ولایت مستوفي او د دغه ادارې نورو مسؤلینو د کورنۍ پلټني لوی ریاست د هڅو او له دغه مستوفیت سره د کاري همغږۍ له امله مننه وکړه او ډاډ ئې ورکړ، چي د تل په څېر به د کورنۍ پلټني لوی ریاست ټولي سپارښتني په ټاکلي وخت کي پلي او د پرمختګ راپور به ئې له دغه ریاست سره شریکوي.
