د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال د څلورمې ربعې د پلټنې (بررسۍ) پلان په اړه ابتدایي ناسته وکړه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۳ - ۱۳:۳۸
خبر

دغه ناسته د قران کریم په څو مبارکو آیاتونو پیل سوه، وروسته د کورنۍ پلټنې لوی رئیس انجنیر عبدالطیف خالد د ټولو اړوندو ریاستونو په مشرۍ د پلان د ارزښت په اړه د مجلس کډونوالو ته معلومات ورکړل، چي د مجلس په جریان کي د بودیجې او خزاینو د پلټنې ریاست سرپرست، د عوایدو او ګمرکونو د پلټنې ریاست سرپرست، د درغلیو او سیسټمونو د پلټڼې ریاست رئیس او همدارنگه د شتمنیو او ظرفیت لوړولو د ریاست سرپرست د خپلو پلانونو په اړه لازم معلومات او توضیحات د مجلس کډونوالو ته وړاندې کړل، چی په مجلس کی د تخنیکي او مسلکي همکارانو په شمول د ټولو ریاستونو رئیسانو خپل نظرونه وړاندې کړل.

خبر

د یادونې وړ ده، چي د مجلس په پای کي د کورنۍ پلتڼې لوی رئیس لخوا د مجلس کډونوالو ته د پلان په اړه لازمي لارښوونې او سپارښتنې وسوې او وروستیو کي که دغه ناسته په یوې دعایې سره پای ته ورسېده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د دعوت او ارشاد ریاست له لورې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) ازموینه واخیستل شوه


د وږې ۲۲مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت او د دعوت او ارشاد چارو د انسجام ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د مستوفیتونو او ولایتي ګمرکونو د عمومي مدیرانو لپاره د «کارکوونکو چارو ستراتیژیک مدیریت» تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام جوړ سو

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د «کارکوونکو چارو ستراتیژیک مدیریت» تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام د مستوفیتونو او ګمرکونو عمومي مدیرانو لپاره د یوې غونډې په ترڅ. . .

BACK TO NEWS