د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۴:۱۶
.........


د مالیې وزارت د رهبرۍ له هدایت سره سم د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته، د ګمرکونو او عوایدو معین، الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، د یادو ریاستونو د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي د سوداګریزو شرکتونو د پخوانیو باقیاتو په راټولولو، د عوایدو له تېښتي څخه په مخنیوي او د داسي طرحو په جوړولو خبري وسوې، چي پر بنسټ ئې، د دواړو ریاستونو عواید اغېزمن نه سي. همدارنګه د دواړو ریاستونو له لوري د خامو موادو راوړونکو فابریکو د چارو پر څارني او کنټرول هم بحث وسو او د چارو د لا پرمختګ په موخه اړیني لاري چاري وړاندي سوې.
د ګمرکونو او عوایدو معین د دواړو ریاستونو ترمنځ په اړوندو چارو کي د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. ښاغلي سعید زیاته کړه؛ چي دواړه ریاستونه باید د دې مجلسونو پایلي تعقیب او په خپلو ما تحتو کارکوونکو باندي ئې په عملي ډول پلي کړي.
د یادوني وړ ده، چي یاده ناسته د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره سوه او په راتلوونکي کي به هم ورته ناستي وسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته. . .

BACK TO NEWS