د ګمرکونو او عوایدو معینیت په انګړ کي د ښکلا په موخه ۴۰۰ نیالګي کښېنول کېږي!

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید د دې ریاست د تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو په شتون کي د ګمرکونو او عوایدو معینیت انګړ د ښکلا په موخه د ۴۰۰ زینتي نیالګیو د کښېنولو بهیر پیل کړ.
نوموړي، د چاپېریال د سمسورتیا او لا ښکلا په موخه د نیالګیو کښېنول اړین وبلل او اړوندو مسؤلینو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي د یاد معینیت په انګړ کي د ټولو شنو ونو او نورو بوټو په سمه توګه ساتنه او پالنه وکړي.