د ګمرکونو او عوایدو معین د سرحدي پولیسو له لوی رئیس سره وکتل!

د چنګاښ ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو له لوی رئیس الحاج مولوي حزب الله افغان سره وکتل.
په دې کتنه کي، چي د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد هم شتون درلود، دواړو لوریو د هیواد په سرحدونو کي مسافرینو ته د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د قاچاقي توکو پر مخنیوي، په یادو برخو کي د لازمي همغږۍ او همکارۍ پر رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبري وکړې.