د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات له والي سره د بې کیفیته تېلو پر مخنیوی خبري وکړې!

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۸:۵۵
.............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي د یو پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته په رسمي سفر تللی، هلته ئې د هرات له والي شیخ مولانا اسلام جار سره د لیدني تر څنګ، د یاد ولایت د ګمرک او مستوفیت چاري هم له نږدې څخه و ارزولې.
د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات ولایت له والي سره په ليدنه کي د بې کیفیته تېلو د وارداتو پر مخنیوي، سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو او پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او خبري وکړې.
د هرات والي، هیواد ته د بې کیفیته تېلو د واردلو د مخنیوي په برخه کي د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
ددې سفر پر مهال د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات ولایت له ګمرک او مستوفیت څخه د ليدني پر مهال اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چي د خلکو ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وکړي او دوی ته لازمي اسانتیاوي برابري کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه!

د تلي ۲۴مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار کمېټه جوړه سوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د روان کال په دوهمه ربعه کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۰) سلنه پرمختګ کړی دئ!

د تلي ۲۴مه ۱۴۰۴هـ.ل
 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴هـ.ل) کال په دوهمه ربعه کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر. . .

BACK TO NEWS