د ګمرکونو لوی رئیس د بلخ ګمرک د چارو د ارزوني په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ!

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۴:۲۶
.........

 

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته په رسمي سفر تللی، د بلخ ګمرک د چارو د ارزوني تر څنګ ئې د دغه ولایت له یو شمېر سوداګرو سره هم لیدلي.
نوموړي، د بلخ ګمرک له کارکوونکو سره په لیدنه کي دوی ته د کارکوونکو تر منځ د لازمي همغږۍ رامنځته کېدو، د اسلامي اصولو سره سم د خپل صورت او سیرت د برابرولو، پر خپل وخت سره د خلکو ستونزو ته د رسېدني او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه لازمي سپارښتني وکړې.
نوموړي د بلخ ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کي د ځینو اقلامو د تعرفې، ګمرکي طی مراحلو او په ځینو نورو برخو کي د دوی ستونزي واورېدې، چي د ګمرکونو لوی رئیس له لوري شته امکاناتو ته په کتو سره د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی رئیس وړمه ورځ کندوز ولایت ته هم سفر کړی وو او هلته ئې د ګمرک د چارو د ارزوني تر څنګ د کندوز له والي او یو شمېر سوداګرو سره هم لیدنه کړې وه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۱
Background image

د تورغونډۍ بندر لپاره د کمپلکسي تأسیساتو د جوړولو اساسي پلان چمتو او پلی کیږي

د زمري۱۵مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر "حقاني" د بېلابېلو امارتي ادارو د استازو په ګډون هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ.
د دغه سفر موخه د ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS