د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار، نیمروز او فراه ولایتونو د ګمرکونو له رئیسانو سره وکتل!

د کوچني اختر د رختصیو له پای ته رسېدو سره هم مهاله، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کي د کندهار، نیمروز او فراه ولایتونو د ګمرکونو له رئیسانو سره وکتل او په یو لړ ګمرکي مسایلو ئې خبري وکړې.
نوموړي؛ مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي سوداګریز توکي په سمه توګه تشریح، بیه ایښودنه، بررسي او لابراتوار ته جدي پاملرنه وکړي، په خپل وخت د سوداګرو او مراجعینو ستونزو ته ورسېږي، د سوداګریزو توکو د پړاوونو ترسره کولو لپاره تر ټاکلي مودې زیات کار وکړي، خپل منځي همغږي رامنځته کړي او اداري سلسله مراتب مراعت کړي.
ښاغلي سعید په تېر (۱۴۰۲) مالي کال کي د یادو ګمرکونو تر سره سوي کړني، فعالیتونه او لاسته راوړني وستایلې او له مسؤلینو څخه ئې مننه وکړه.