د ګمرکونو لوی رئیس هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ
![خبر](/sites/default/files/2023-04/k2.jpg)
د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د یوه پلاوي په مشري هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته ته ئې د هرات له والي نور احمد اسلام جار، د یاد ولایت د ګمرک له مسؤلینو او کارکونکو او د هرات او نیمروز ولایتونو له یو شمېر سوداګرو سره په جلا جلا ډول وکتل.
د هرات له والي سره په لیدنه کي دواړو لوریو د هرات په ګمرک کي سوداګرو ته د لا اسانتیاوو په برابرولو، د قاچاقي لارو په بندېدو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس د هرات ګمرک له مسؤلینو او کارکوونکو سره په لیدنه کي دوی ته په سمه توګه اړوندو چارو ته د رسېدو، د کارکونکو ترمنځ د لازمي همغږۍ د رامنځته کېدو، اسلامي اصولو سره سم د خپل سیرت او صورت د برابرلو، په خپل وخت سره د خلکو ستونزو ته د رسېدو، په رسمي چارو کي د خپلوۍ او قرابت د نه پاللو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه لازمي سپارښتني ورکړې.
ښاغلي سعید، د هرات او نیمروز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کي د دوی شته ستونزي واورېدې، چي د ګمرکونو لوی رئیس له لوري د دوی ځینو ستونزو ته رسېدنه وسوه او د نورو ستونزو د ژر حل کېدو ډاډ ئې ورکړ.
همداشان نوموړي هرات ولایت ته په خپل سفر کي د اسلام قلعه سرحدي ګمرک څخه هم لیدنه وکړه او د یاد ګمرک مسؤلینو او کارکوونکو ته ئې د چارو د لا ښه والي لپاره لازم هدایات ورکړل.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/k1_4.jpg)
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی رئیس د ګمرکونو له چارو څخه د ارزوني او له نږدې څخه د سوداګرو ستونزو د اورېدو په موخه بېلابیلو ولایتونو ته سفرونه کوي، چي دا لړۍ به همداسي دوام ولري.