د ګمرکونو لوی رئیس کندهار او نیمروز ولایتونو ته رسمي سفر وکړ!

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۰:۹
...........

د زمري ۲مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چي په رسمي سفر کندهار او نیمروز ولایتونو ته تللی، هلته ئې د یادو ولایتونو له مسئولینو او سوداګرو سره د لیدني ترڅنګ د کندهار، سپین بولدک او نیمروز ګمرکونو له چارو څخه هم لیدنه وکړه.
نوموړي د کندهار او نیمروز ولایتونو د مقام له مسئولینو سره په لیدنو کي د ګمرکي عوایدو پر زیاتوالي، سوداګرو ته د غوره خدمتونو پر برابرولو او د قاچاقي توکو په مخنیوي بحث او خبري وکړې.
د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار او نیمروز ولایتونو د سوداګرۍ او پانګوني خوني له مسئولینو سره په لیدنو کي په ګمرکونو کي د سوداګرو سته ستونزي واورېدې او د ژر حل کېدو ډاډ ئې ورکړ.
همداشان نوموړي د یادو ولایتونو د ګمرکونو مسئولینو او کارکوونکو ته د چارو د لا ښه والي په موخه اړیني سپارښتني هم وکړې.
د ګمرکونو لوی رئیس نیمروز ولایت ته په خپل سفر کي مولوي علي احمد منیب، چي د مالیې وزارت مقام په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ د نیمروز ګمرک د رئیس په توګه ټاکل سوی، د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژانده او دوی ته ئې سپارښتنه وکړه، چي په اړوندو چارو کي له نوي ټاکل سوي رئیس سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادولو ده، چي مولوي علي احمد منیب له دې وړاندي د کابل ګمرک د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS