د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۹ اعلان شویو بستونو د شارت لیست پروسه پای ته ورسیده
د ګمرکونو لوی ریاست اړوند د ۱۹ درېیم، څلورم او پنځمو اعلان شویو بستونو د شارت لیست پروسه پای ته ورسیده.
د یادو بستونو لپاره د هیواد په کچه ۸۴۳ کسانو فورمې د ګمرکونو لوی ریاست د بشري سرچینو مدیریت ته سپارلې وې چې له دې جملې څخه ۵۶۹ کسان د موظفې کمېټې له لوري په شرایطو برابر وپیژندل شول چې پوره شهرت کې په لاندې جدول کې کتلی شئ.
هغه کسان چې په شرایطو برابر نه دي پیژندل شوي د قناعت نه کولو په صورت کې کولی شي په درېیو ورځو ( د غبرکولي له ۲۳ نه تر ۲۵ مې) نېټې پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د شکایتونو اوریدو په څانګه کې خپل شکایت ثبت کړي.