د ګمرکونو لوی ریاست مسؤلینو د هرات ولایت له یو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره وکتل!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال نقیب الله عابد، چي د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ولا ته په رسمي سفر تللی، هلته ئې د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره وکتل او د دوی ستونزي ئې واورېدې.
په دغه کتنه کي، چي د هرات ګمرک رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس او د یادي خوني مرستیال هم شتون درلود، په پیل کي د هرات ولایت د سوداکرۍ او پانګوني خوني رئیس د اسلامي امارت له خوا په هیواد کي ملي سوداګرو او پانګوالو ته د رامنځته سوو فرصتونو او اسانتیاوو ستاینه وکړه.
ملي سوداګرو او پانګوالو په خپل وار سره په ګمرکونو کي د ځینو شته ستونزو یادونه وکړه او د حل غوښتونکي ئې سول.
د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ملي سوداګرو او پانګوالو ته د یادو ستونزو د هر اړخیز حل او په دې برخه کي د لازمو همکاریو او په ګمرکي پروسو کي د لا روڼتیا او چټکتیا رامنځته کېدو ډاډ ورکړ.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست رهبري له دې وړاندي هم بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي؛ څو د سوداګرو او پانګوالو ستونزي له نږدې واوري او د حل لپاره ئې پر خپل وخت اقدام وکړي.