د نیمروز په ګمرک کي د اورلګېدني مخه ونیول سوه!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۵۳
.............


د غبرګولي۱۲مه۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې د نیمروز ګمرک ځیرکو کارکوونکو له خوا یوه عراده کانټینري بار وړونکي موټر ته، چي د برېښنا د شارټۍ له امله ئې اور اخیستی وو؛ پر وخت رسېدنه وسوه او د اور وژني/ اطفایوي ټیم د اغېزمنو هڅو په پایله کي د اور د پراخېدو مخه ونیول سوه، چي له دې سره د یو میلیارډ افغانیو په اندازه د ممکنه مالي زیان مخنیوی هم وسو.
د یادولو ده، چي یاده اور لګېدنه د موټرونو د تمځای په ساحه کي را منځته سوې وه، چي پر وخت ئې د مخنیوي په پایله کي شاوخوا نور بار وړونکي وسایط او تأسیسات هم له هر ډول خسارې او مالي زیان څخه خوندي پاتي سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS