د ګمرکی چارو متخصص
Publish Date
Closing Date
لایحه وظایف بست های خدمات ملکی
معلومات کلی بست |
|
د بست د اعلان نمبر : |
|
د بست نوم: |
د ګمرکی چارو متخصص |
بست: |
NTA قراردادي |
وزارت یا اداره: |
مالیه |
اړوند ریاست: |
د ګمرکونو لوی ریاست |
د بست ځای: |
کابل |
د بست تعداد: |
۲ |
راپور ورکوونکی : |
د ګمرکونو لوی رئیس ته |
راپور اخېستوونکی: |
نلري |
|
|
|
..................................................................................................................................................................................................................................................................................................
د دندې هدف: د ګمرکي پروسو د چټکتیا، روڼتیا او سوداګرۍ ته د اسانتیا ورکولو لپاره طرحې او پلانونو جوړول او وړاندیزونه کول
............................................................................................................................................................................................................................................................................................................
د دندې صلاحیتونه او مسولیتونه :
تخصصي دندې :
- د ګمرکي عوایدي هدف تر لاسه کولو او په ګمرکي چارو کې سوداګرۍ ته د اسانتیا ورکولو په موخه د پلي کیدو وړ طرحې جوړول.
- د ګمرکونو لوی ریاست ورځنیو فعالیتونو، اداري پروسو او سیسټمونو ارزونه، او د ښه والي لپاره سپارښتنې وړاندې کول.
- په لیکلي او شفاهي بڼه مهالني راپورونه چمتو کول او د سمون په پار لازمې مشورې ورکول.
- د ګمرکي پروسو د چټکتیا او روڼتیا لپاره طرحې او وړاندیزونه کول.
- په اغېزمنه توګه د ګمرکونو لوی ریاست د سکرتریت د ورځنیو دندو مدیریت او وړاندیزونه کول.
- د ګمرکونو لوی رييس ته په ګمرکي چارو کې اداري او تخنیکي ملاتړ او مشوره ورکول.
- د مکتوبونو لوستل، د اسنادو مسوده کول، اړین معلومات راټولول او تحلیل کول، او د اړتیا په صورت کې د نورو ادارو سره د اړیکو نیولو په برخه کې د ګمرکونو لوی ریيس سره مشوره او فعال اوسېدل.
- د ګمرکونو لوی رئیس داخلي او بهرني مجلسونو همغږي کول، او د مجلسونو مینوټ برابرول او تعقیبول.
- په ملي او نړیواله کچه د صنعت او سوداګرۍ ټولنو له استازو، او د حکومتي چارواکو په ګډون د ټولو شریکانو سره د اغيزمنو کاري اړیکو رامنځته کول او ساتل.
.10د اصولو په رڼا کې ټولې هغه دندې اجراا کول چې د ګمرکونو لوی ریاست له خوا ورکول کیږي.
مدیریتی دندې :
- د ادارې د ټاکلو اهدافو تر لاسه کولو لپاره میاشتني ، ربعوار او او کلني پلانونه جوړول .
- د ادارې رهبرۍ ته د خبر ورکولو او معلوماتو لپاره د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو ، کلنۍ ، ربعوار او میاشتۍ راپور برابرول او وړاندې کول .
د همغږي دندې:
- اړوندو څانګو او ادارو سره اړیکې او همغږي.
------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
د ګمارنې شرایط:
- تحصیلي څانګې: لږ تر لږه له داخلي او نړیوالو ملي او بین المللی پوهنتونونو او موسسو څخه په لاندې څانګو کې د ماستري سند درلودل:
(اقتصاد ، مالي مدیریت ، اداره او تجارت ، شرعیات فقه او قانون، حقوق ، اداره عامه ، پالیسی عامه او حسابداری)په اړنده څانګو کې لوړې درجې ته لومړيتوب ورکول کېږي.
- کاري تجربه:
- په اړوند بخش کې لږ تر لږه درې کلنه کاري تجربه لرل.
- لازم مهارتونه:
- له رسمي ژبو (پښتو او درې ) څخه په یوې ژبې تسلط درلودل ، په انګلیسي ژبې کې له خبرو کولو او لیکلو سره اشنائي درلودل.
- د کمپیوتري مهارتونه درلودل.
علاقمندان واجد شرایط می توانند که سی وی، کاپی تذکره را همرا با درخواستی خویش در یک فایل به ایمیل ادرس ذیل ارسال نمایند
نوت: لطف نموده درعنوان ایمیل خود نام بست و یا کود نمبر آنرا بنویسید ضم کردن اسناد تحصیلی، تجارب کاری و غیره فعلاً ضرور نیست