د یو شمېر ولايتونو مستوفيتونو ته نوي مستوفيان معرفي سول

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۹:۵۳
خبر

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ځانگړو وړانديزونو او حکمونو پر بنسټ د
نورستان، ډایکنډي، هلمند، پنجشېر، میدان وردګ، ارزګان، بادغیس، بامیان او فراه ولایتونو د مستوفیتونو لپاره نوي مستوفيان معرفي سول.
د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ د غړو له لوري د یوه رسمي سفر په ترڅ کي په پرلپسې ډول،
ښاغلی مولوي محمد امیر فیضاني د نورستان ولایت، مولوي ګل احمد حنیفي د ډایکنډي ولایت، حاجي نعمت الله مغیره د هلمند ولایت، ښاغلی مولانا محمد نور حقجو د پنجشېر ولایت، ښاغلی مولوي عبدالاحد ذوالفقار د میدان وردګ ولایت، ښاغلی مولوي عتیق الله خالد د ارزګان ولایت، ښاغلی مولوي عبدالبر اثري د بادغیس ولایت، ښاغلی مولوي محیب الله منیب د بامیان ولایت او ښاغلی مولوي شفیع الله فائز (بهرام ګل) د فراه ولایت لپاره د نويو مستوفيانو په توګه د اړوندو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل سول.
د يادوني وړ ده، چي په مستوفيتونو کي تغييرات او بدلونونه د چارو د ښه مدیریت او د رڼو عوایدو را ټولولو په موخه ترسره کېږي، چي تر دې وړاندي هم په ځينو ولايتونو کي ورته تغييرات او بدلونونه ترسره سوي وه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS