د ۱۴۰۱ مالي کال ملي بودیجې لارښود ورکشاپ ترسره شو
د ۱۴۰۱مالي کال ملي بودیجې لارښود ورکشاپ د بودیجې د پالیسې او ریفورم رئیس کمال انډيوال په مشرۍ مالیې وزارت کې ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې چې د وزارتونو د بودیجوي واحدونو استازو ګډون درلود، د ۱۴۰۱مالي کال ملي بودیجې د ترتیب لارښود، د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره د بودیجوي فورمونو او وړاندیزونو د تشریح او د اختیاري پراختیایي پروژو د فورم د معلوماتو تشریح، د یوه پرزنټېشن وړاندې کولو په ترڅ ترسره شول.
په وروستیو کې د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب شوې.