صبغت ‌الله احساس د کندهار ولایت ګمرک د رئیس په توګه وګمارل شو

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۸:۲۲
خبر

د مالیې وزارت د وړاندیز او ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ صبغت ‌الله احساس، د کندهار ولایت ګمرک د رئیس په توګه وټاکل شو او نن د مالیې وزارت د سرپرست محمد خالد پاینده، له لوري خپلې دندې ته ور وپېژندل شو.

د نوموړي د پېژندنې په مراسمو کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي او د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو هم ګډون درلود.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي احساس، ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریا غوښتنه وکړه او نوموړي ته یې لارښوونه وکړه، څو د ملي عوایدو راټولېدو، خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو په برابرولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي هڅه وکړي.

خبر

آقای احساس ضمن تشکری از اعتماد رهبری وزارت مالیه وعده سپرد تا در پیشبرد امور محوله تلاش همه جانبه نماید.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS