عالیقدر امیر المؤمنین د مالیې وزارت د گمرکونو له مسؤلینو سره وکتل

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۴:۱۱
news

د افغانستان اسلامي امارت زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو معين ښاغلی ملا محمد ناصر اخند، د ګمرکونو لوی رئيس ښاغلي مفتي عبدالمتين سعيد او د هيواد د ټولو ګمرکونو مسؤلين، تېره ورځ (۲۲/0۸/1444) خپل حضور ته وبلل.
په پيل کي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو معين او د ګمرکونو لوی رئيس د اسلامي امارت له حاکمېدو څخه نيولې بيا تر اوسه د خپلو کاري ساحو بشپړ راپور وړاندي کړ او تر څنګ ئې د اړوندو چارو د لا ښه والي لپاره له عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله سره خپل وړانديزونه هم شريک کړل.
د اسلامي امارت زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله په خپله وينا کي بلل سوي مسؤلين، خپلو مسؤليتونو ته لا متوجه کړل او د راغلي اسلامي نظام د ښه خدمت کولو، ولس سره په ښه سلوک، سوداګرو ته د لازمو اسانتياوو په برابرولو او نورو اړوندو برخو کي یې ورته اړيني لارښووني وکړې

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۵
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د زمري ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۳
Background image

د اقینې ګمرک د موټرونو تم ځای جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو!

 

د زمري ۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د فاریاب ولایت د اقینې ګمرک د موټرونو تم ځای د نږدې (۲۹) میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپاره.

د موټرونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۱۳
Background image

د هیواد د ګمرکونو مسئولینو د افغانستان اسلامي امارت له رئیس الوزراء سره وکتل!

 

د زمري ۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

 

د هیواد د ګمرکونو رئیسانو د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په شتون کي د افغانستان اسلامي امارت له رئیس. . .

BACK TO NEWS