عصري ګمرکونه د عوایدو په زیاتوالي کي مرسته کوي
ګمرکونه د عوایدو د را ټولو اساسي او تر ټولو ستره منبع وي، د دغي منبع د عصري کولو او په نړیوالو معیارونو برابرول د حکومتونو په کاري لومړیتوب کي راځي، برېښنایي تلي او لابراتوارونه د ګمرکونو لومړیتوب دئ او دغه چاره د مالیو د تېښتي او د توکو په ځانګړي توګه د درملو د چک کولو او کیفیت معلومولو په برخه کي اغېزمن رول لري.
د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د مالیې وارت د ګمرکونو عمومي ریاست د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پرمختللو برېښنایي تلو او عصري لابراتوارونو نصبول او فعالولو ته لومړیتوب ورکوي. د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کي د وارداتي او صادراتي توکو د دقیق وزن معلومولو او د ملي عوایدو له تېښتي څخه د مخنیوي په موخه د اسلامي امارت له فتحي وروسته د هیواد په ۱۳ محصولي او سرحدي ګمرکونو کي ۱۵ انالوګ او ۸ ډیجیټلي تلي ترمیم او فعاله کړي دي.
همداشان په څلورو ګمرکونو کي يي د وارداتي او صادراتي توکو لپاره ۴ نوي انالوګ تلي نصب کړي دي، چي له دې سره اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي تلي فعاله او ګټه ترې اخیستل کیږي. یادي انالوګ تلي اړتیا ته په کتو د ۲۲ او ۱۸ متره په اوږوالي سره نصب سوي دي، چۍ ډېر ژر به د لا روڼتیا په موخه د سیستم له لاري له مرکز سره هم وصل سي.
د دې تر څنګ د سپین بولدک او اندخوی په ګمرکونو کي د وارداتي توکو د پړاوونو چټک ترسره کولو په موخه د ۲ انالوګ تلو د نصبولو چاري هم رواني دي. د یادو ټولو تلو د ترمیم او نصب بودیجه د مالیې وزارت له بودیجې ورکول کېږي او د افغاني شرکتونو له لوري ئې کارونه سر ته رسېدلي دي.
د دې ترڅنګ په ګمرکونو کي د لابراتوارونو شتون هم د ګمرکونو نړیوال سازمان د غړو هیوادونو له کړنلارو په پام کي نیولو سره یو اړین ګام دئ. په ګمرکونو کي د لابراتوارونو شتون د تعرفوي خطوطو په دقیقه ډلبندۍ او تصنیف او دارنګه د مالیاتو د تعیین او وضعه کولو کې ستر رول لري.
د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست له نړیوالو معیارونو سره سم په دغو دواړو لارو غور کړی او په تمامه معنی د هیواد د ګمرکونو عصري کولو او په نړیوالو معیارونو برابرولو ته لاس په کار دئ. که څه هم د ګمرکونوبشپړ معیاري کولو او د ګمرکونو نړیوال سازمان له معیارونو سره یې برابرول وخت او ستري بودیجې ته اړتیا لري، تر څو نوي تلي، سکنرونه، لابراتوار او نور اړین او پرمختللي وسایل وپېرل سي او د مسلکي انجینرانو له خوا نصب کړای سي، ولي بیا هم د مالیې وزارت په دې هڅه کي دئ، چې له خپلو لږو امکاناتو په ګټه اخیستنه دغه معیار د ځآن کړي او د نړۍ د ګمرکونو له اوسني کاروان سره موازي مزل وکړي. دغه چاره به نه یوازي موږ د نړیوال معیار تر پولو ورسوي، بلکي له موږ سره به د عوایدو په راټولو کي هم مرسته وکړي او همدا شان به د عوایدو د تېښتي مخه هم ونیسي.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .