له ایران سره د ۳۵۰ زره ټنو نفتي موادو د پېرلو هوکړه لاسلیک سوه

admin_mof
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۱۰:۱۵
خبر

افغان حکومت د هیواد په بازارونو کي د نفتي توکو د کنټرولو او بیو را ټیټولو په موخه له ګاونډي هیواد ایران څخه ۳۵۰ زره ټنه نفتي مواد را واردوي.

د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت د مالیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت او سوداګرۍ وزارت، همدا راز د افغانستان بانک، او نورم او سټندرډ ادارې ګډ پلاوي د ایران اسلامي جمهوريت ته د نفتي موادو د پیرلو په موخه رسمي سفر وکړ.

 د دې سفر په ترڅ کي یاد پلاوي د افغانستان د سفارت په همکاري د افغانستان په چارو کي د ایران د ولسمشر له استازي، د نفتي موادو د دولتي او سهامي شرکتونو له مسؤلینو سره د نفتي موادو د پېرلو، کیفیت، نرخونو، ټرانزیټ او سوداګرو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو او افغانستان ته یې د واردولو په تړاو خبري اتري کړي دئ. 

په دې سفر کي د افغانستان د پلاوي او ایران دولت لخوا د یولړ همکاریو تر څنګ د G2G یا دولت په دولت قرارداد، د نفتي موادو د پایپ لاین غځولو، ګډو تصفیه خونو جوړولو او د اوږدمهاله هوکړو ترسره کولو اړوند موضوعاتو لپاره د دواړو اړخونو لخوا د یوې ګډې کمېټې پر رامنځته کېدو هم هوکړه وسوه. 

همدا شان د افغانستان په بازارونو کي د نفتي توکو د بیو لوړېدو له امله د ایران هیواد د یو خاص سهامي شرکت سره د شا و خوا۳۵۰زره ټنه نفتي موادو د پېرلو هوکړه لاسلیک سوه، چي په لنډو ورځو کي به یې افغانستان ته واردول پیل سي او ورسره به د هيواد په بازارونو کي د نفتي توکو بيې راټيټي سي. 

خبر

همدارنګه د دواړه لوریو ترمنځ هوکړه وسوه، هغه افغان خصوصي شرکتونه چي په ایران کي د نفتي توکو معاملې ترسره کوي د افغان حکومت له لوري به په رسمي توګه ور معرفي کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۰:۱۸
Background image

په ننګرهار ولایت کي نظامي توکي نیول سوي

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې زړورو ځواکونو د ننګرهار ولایت په ګمرک کې یو شمېر نظامي توکي چي

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۰:۱۳
Background image

د پلټني د سپارښتنو د تطبیق تعقیب کمېټې غړو بغلان، جوزجان او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ 

د پلټني سپارښتنو د تطبیق تعقیب کمېټې د ولایتي سفرونو په لړ کي دا ځل د (Audit Follow-up) په موخه د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۲:۰
Background image

مالیې وزارت له لوري پر مالیاتي قوانینو د پوهاوي سیمینار وړاندي سو

د مالیې وزارت د عوایدو لوي ریاست له لوري د مالیاتي قوانینو، طرزلعمولونو، لارښودونو، لایحو، سیسټمونو او لاسته راوړنو د پوهاوي یو ورځینی

BACK TO NEWS