له شرایطو سره متناسب د اساسي خدمتونو په دوام د مالیې وزارت او نړيوال بانک هوکړه
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري په مشرۍ د نړیوال بانک رهبرۍ پلاوي مشرې اغلې ملینډا ګوډ Melinda Good او ماليې وزارت ترمنځ جوړه شوې ناسته کې له اوسنیو شرایطو سره متناسب د پراختیایي پروژو د اجرا کولو په ډول کې د اصلاحاتو او د افغانستان خلکو او بېځایه شویو لپاره اساسي خدمتونو ته په تمرکز د پروژو اجرا کولو په څرنګوالي بحثونه وشول او اړینې پرېکړې تر سره شوې.