له پرمختلليو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزي اړیکي
فضل احمد (یوسفزی)
له پرمختلليو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزي اړیکي د دغه هیواد د اقتصادي ودي او دوامداري پراختیا له پاره مهم عامل بلل کېږي. دا اړیکي کولای سي د پانګوني، سوداګرۍ او ټکنالوژۍ د لېږد له پاره نوي فرصتونه برابر کړي.
افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت او بډايه طبيعي زېرمو له امله له پرمختللو هیوادونو سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره ډېر امکانات لري.
افغانستان د زعفرانو، مېوو او مغز لرونکو د مهم تولیدوونکي هیواد په توګه پېژندل کېږي، چي دا محصولات د پرمختلليو هیوادونو بازارونو ته صادرېږي.
کرنه د افغانستان د اقتصاد له مهمو ستنو څخه ده او دغه هیواد د خپل اقلیمي بدلون او مناسبي خاوري له امله بېلابېل محصولات تولیدوي. کرنيز محصولات نه يوازې د کورنيو اړتياوو په پوره کولو کي مرسته کوي؛ بلکي نړيوالو بازارونو ته په ځانګړې توګه پرمختلليو هیوادونو ته د صادراتو لوړ ظرفيت لري.
افغانستان د مسو، طلا، ډبرو سکرو، لاجوردو، زمردو، مرمرو او لیتیم په ګډون بډایه کاني زېرمي لري، چي د بهرنیو پانګوالو پام ځان ته را اړولی سي. افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دئ، چي د کاني زېرمو له پلوه بډایه هیواد دئ، ډېري طبیعي زېرمي لري، چي کولای سي د هیواد په اقتصادي وده او دوامداره پرمختګ کي مهم رول ولوبوي. په دې منابعو کي ارزښتناک او مختلف مينرالونه شامل دي، چي د پانګوني په جلبولو، د کار پیدا کولو او صادراتو په زیاتولو کي مرسته کولای سي.
له پرمختللو هیوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي تړونونو رامنځته کول به د سوداګرۍ اسانتیا او د پانګوني په راجلبولو کي مرسته وکړي. سوداګریز تړونونه د نړیوالي سوداګرۍ د اسانتیا او د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د مهمو وسیلو په توګه پېژندل کېږي. د افغانستان له پاره، د سوداګریزو تړونونو پراختیا کولای سي د اقتصادي وضعیت په ښه کولو، د صادراتو په زیاتولو او د بهرنۍ پانګوني په راجلبولو کي مرسته وکړي.
د ټرانسپورټ او مخابراتو په زېربنا کي پانګونه کولی سي د سوداګرۍ د پروسې ښه کولو او لګښتونو په کمولو کي مرسته وکړي. زېربنا د تأسیساتو او سیسټمونو ټولګي ته اشاره کوي، چي د یوه هیواد د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو ملاتړ له پاره اړین دي. د زېربنا پیاوړتیا د دوامداره پرمختګ او اقتصادي ودي له پاره د کلیدي فکټور په توګه پېژندل کېږي.
له پرمختللو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزي اړیکي د ودي او پرمختګ له پاره ستر ظرفیت لري، خو دې موخي ته د رسېدو له پاره د شته ننګونو د حل او له مناسبو فرصتونو ګټه اخیستل اړین دي.
د پانګي اچوني له پاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو، د زېربناوو پیاوړتیا او د سوداګریزو تړونونو له پراختیا سره دا ممکنه ده، چي د سوداګریزو اړیکو ښه والی او په پایله کي دوامداره اقتصادي وده ترلاسه سي. دا اړیکي به نه یوازي د افغانستان د اقتصادي اړتیاوو په پوره کولو کي مرسته وکړي؛ بلکي د خلکو د ټولنیز وضعیت او د ژوند د کیفیت د ښه والي لامل به وګرځي.
د سیمي له هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخول او د سوداګرۍ له لاري د سیمي نښلول د افغانستان اسلامي امارت د بهرني (اقتصاد محوره) سیاست په سر کي ځای لري. د زعفرانو، تازه مېوو او وچو مېوو د تولید له پاره د مناسب چاپیریال رامنځته کول، د کرني وده، د کانونو د استخراج د تړونونو لاسلیکول، له پرمختلليو هیوادونو سره سوداګریز او اقتصادي تړونونه، د خصوصي سکټور د پانګوني هڅول، د ټرانسپورټ په زېربناوو کي پانګونه، تجارت او ټرانزیټ، د سوداګرۍ په بهیر کې اسانتیاوي برابرول، د عصري زېربناوو رامنځته کول او په سیسټم کي خوندي چاپېریال او روڼتیا چمتو کول د افغانستان اسلامي امارت د فعال اقتصاد محوره سیاست له ښکاره بېلګو څخه شمېرلای سو، چي په دې برخو کي ئې عملي اقدامات هم ترسره کړي دي.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .