له ۱۴ وزارتونو او امارتي ادارو سره د عوایدو د تحلیل او ارزوني په تړاو ناسته وسوه!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۵:۵۱
.........

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حمایوي مرستیال مولوي منصور الحق ذاکر په مشرۍ د (۱۴) وزارتونو او امارتي ادارو له استازو سره د غیر مالیاتي عوایدو د تحلیل او ارزوني په تړاو ناسته وسوه.
په دغه ناسته کي د یادو وزارتونو او ادارو د عوایدو د را ټولولو بهیر په هر اړخیز ډول و ارزول سو او د یادو ادارو له پاره د ټاکل سوي عوایدي هدف وضعیت ته کتنه وسوه.
همداراز د ملي عوایدو پر شفاف راټولولو، د غیر مالیاتي عوایدو د سرچینو پر زیاتولو، پر ولس باندي د مالیاتي بوج کمولو او په ټوله کي د مالیاتي پروسي د ښه تطبیق په اړه بحثونه وسول او ټینګار وسو، چي مالیاتي ادارې دي د عوایدو د را ټولولو پر مهال له ولس سره په پوره شفقت او مهربانۍ سره چلند وکړي.
په پای کي د وزارتونو او ادارو له پاره د احتمالي عوایدي کسر د مخنیوي په موخه لازمي سپارښتني وسوې او غوره عوایدي فرصتونه ورته په ګوته سول؛ تر څو ټاکل سوي عوایدي هدف ته په ښه ډول ورسېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د بار وړونکو ټرانزیټي موټرونونو له پاره د ځیرکو قلفونو (GPS Locker) د نصبولو هوکړه ‌لیک لاسلیک سو!

د باروړونکو ټرانزیټي موټرونو له پاره د ځیرکو قلفونو (GPS Locker) د نصبولو هوکړه ‌لیک د مالیې وزارت، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د حکومت د اطلاعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د ولایتي ګمرکونو له ترخیص وروسته د پلټني د برخي کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید!


د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزنیزو پروګرامونو په لړۍ کي د ولایتي ګمرکونو له ترخیص وروسته د پلټني برخي کارکوونکو ته جوړ سوی یو میاشتنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۶:۲۶
Background image

د مالیې وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو!


د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.
دغه هوکړه لیک د مالیې وزارت د کارکوونکو او کابل پوهنتون د محصلینو له. . .

BACK TO NEWS