مالیې وزارت او د اسیا پراختیایې بانک د افغانستان لپاره د دې بانک په درې کلن عملیاتي پلان هوکړه وکړه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۸:۲۸
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د زمري میاشتې په ۲۵مه نېټه د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس ښاغلي نریندرا سنګرو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت مالي معین ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ هم شتون درلود، دواړو لوریو د اسیا پراختیایې بانک په درې کلن عملیاتي پلان، د افغانستان لپاره د دې پلان په ارزښت، په دې پلان کې د طبیعي سرچینو، ترانسپورټ او انرژۍ سکټورونو په برخو کې د لومړیتوب لرونکو ملي پروژو په شاملو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې خبرې وکړې او اړوند هوکړه لیک د مالیې وزارت سرپرست او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک رئیس له لوري لاسلیک شو.

د مالیې وزارت سرپرست د اسیا پراختیایې بانک له لوري د افغانستان په زیربنایې سکټور کې له پانګونې څخه مننه وکړه او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه څو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

خبر

د یادونې وړ ده چې د اسیا پراختیایې بانک درې کلن عملیاتي پلان د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۳ کلونو لپاره دی چې د دې بانک او اسیا زیربنایې وجهي صندوق له لوري تمویلیږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۸:۱۸
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه

د چنګاښ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د مستوفیتونو مرستیال او نورو مسئولینو په ګډون، د مستوفیتونو له مسئولینو سره د عوایدي. . .

BACK TO NEWS