مالیې وزارت د مالیاتي اوونۍ په کمپاین کې شل زره اصنافو او هټۍ والو ته د مالیو د ورکړې په تړاو پوهاوی ورکړی

farid_mof
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۰ - ۱۶:۵۶
د مالیاتو اوونۍ پای

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست نن د کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه د مالیاتي اوونۍ پای غونډه په انټرکانټینینټال هوټل کې جوړه کړه.

په دې غونډه کې د عوایدو عمومي رئیسه اغلی امنه احمدي، د مالیې وزارت یوشمېر رئیسانو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.

د عوایدو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي د غونډې په پرانیسته وینا کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: "موږ د خصوصي سکټور په مرسته په مالیاتي اوونۍ کې وکولی شول د مالیاتي کمپاین په موخه بیلابیل پروګرامونه جوړ کړو، چې له دې لارې مو شل زره اصنافو او هټۍ والو ته د مالیاتو د ورکړې په اړه پوهاوی ورکړی."

 نوموړې زیاته کړه:" موږ له خصوصي سکټور سره په ګډه په دې هڅه کې یو چې دا ډول پروګرامونو ته لا وده ورکړو او په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور لا پیاوړی کړو."

د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، د صنایع خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده، ودې ته د متحدو پانګه والو ټولنې رئیس ښاغلي عبدالله فوشنجي، د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رئیس ښاغلي غلام حیدر جعفري، د افغانستان د بانکونو ټولنې رئیس ښاغلي نجیب الله امیري په خپلو ویناوو کې د مالیاتو اوونۍ فعالیتونه او لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او هر کلی یې ترې وکړل. نوموړو د دې پروګرام د موثریت او مثمریت د بیانولو تر څنګ خپل نظرونه او وړاندیزونه د لازمې رسیدنې لپاره هم وړاندې کړل.

د مالیاتو اوونۍ پای

مالیې وزارت په مالیاتي اوونۍ کې د هیواد په کچه ۱۶۰ بیلابیل د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړل  همداشان د مالیاتي کلتور د ودې په موخه یې ۸۱۰۰۰ قلمه تبلیغاتي جنسونه وویشل او په ټول هیواد کې ۱۰۰۰ بنرونه نصب او ۲۵ ورزشي سیالۍ په لاره واچولې همداشان د دې اوونۍ په اوږدو کې په اموزشي سیمینارونو کې ۱۵ زره د د خصوصي سکټور، ټولنو او ملي سوداګرو استازو ګډون کړې.

د یادونې وړده، چې د پروګرام په پای کې د مالیاتي اوونۍ کمپاین پروګرام پرمخ وړونکو ته تندیسونه هم ورکړل شول.

د مالیاتو اوونۍ پای

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق د مشرتابه کمېټې ناسته وشوه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ښاغلي شبهام چوهدري، په ګډه مشرۍ او د. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۱۳:۲۹
Background image

له خصوصي شرکتونو سره د قرارداد اخیستو او تدارکاتي پروسو په اسانه کولو کې د روڼتیا رامنځته کېدو په موخه مشورتي ناسته وشوه

د مالیې وزارت اداري معینیت سرپرست ښاغلي عبدالحبیب ځدران په مشرۍ، د اداري او مالي چارو لوی رئیس ښاغلي محمد خان دانشجو، د اړوندو برخو رئیسانو، خصوصي شرکتونو او د مالیې وزارت قراردادیانو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۱۳:۲۶
Background image

د مالیې وزارت مالي مرستیال د جاپان له شارژدافیر سره د دې هیواد د مرستو په ستراتېژۍ او روانو پروژو په پلي کېدو خبرې وکړې

د مالیې وزارت د مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، په مشرۍ، په افغانستان کې د جاپان سفارت سرپرست او شارژدافیر ښاغلي کیچي هارا، د یوولسو وزارتونو مرستیالانو او خپلواکو ادارو رئیسانو په ګډون. . .

BACK TO NEWS