مالیې وزارت د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د ګمرکونو د ساتنې په ځانګړې قطعه کې ونمانځله
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، نن د کب میاشتې نهمه چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملي ورځې سره برابره ده د ګمرکونو د ځانګړې قطعې لیدنه وکړه او دغه ورځ یې په یو لړ مراسمو سره ونمانځله.
د مراسمو په پیل کې د ګمرکونو د ساتنې ځانګړې قطعې قوماندان ښاغلي محمد امين احمدزي د مالیې وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ، دغه ملي ورځې ته د دوی له راتګ څخه مننه وکړه. نوموړي وویل، چې د ګمرکونو د ساتنې ځانګړې قطعه په سختو شرایطو کې د مالیې وزارت د چارواکو ترڅنګ ولاړه ده او په پوره ایماندارۍ او صداقت خپله دنده ترسره کوي.
د مالیې وزارت سرپرست، په دې پروګرام کې د ګمرکونو د ساتنې قطعې ته له مبارکۍ تر څنګ وویل، چې سرتېري یوه سپېڅلې دنده ده، چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول سرتېرې د خپل ځان په قیمت د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو ساتنه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د ګمرکونو د ساتنې قطعه چې د بیت المال د ساتنې او د مالیاتو د قاچاق د مخنیوي پر وړاندې کومه دنده ترسره کوي، د ملي عوایدو راټولېدو په برخه کې خورا ارزښتمنه ده.
د مالیې وزارت سرپرست، د ګمرکونو د ساتنې قطعې د ستونزو له اورېدو وروسته هغوی ته ژمنه ورکړه، چې د مالیې وزارت به د مالي امکاناتو او هیواد نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره له تاسو سره پوره همکاري کوي.
بل پلو د دې قطعې مشرتابه په کلک هوډ وعده وسپارله، چې د عوایدو راټولېدو او مالیاتو د قاچاق په مخنیوي کې به پوره مېړانه او ریښتینولۍ کار کوي او د مالیې وزارت د چارواکو ترڅنګ به ولاړ وي.
د دې پروګرام په پا کې د مالیې وزارت سرپرست او یو شمېر رئیسانو د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو ته خپلې وینې ډالۍ کړې.
