مالیې وزیر د اسیا پاسیفیک لپاره د اروپایي ټولنې له اجرائیوي رئیس سره وکتل

farid_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۱۵:۱۱
اتحادیه اروپا

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمدهمایون قیومي، د غویي میاشتې په ۲۴ مه نېټه د مشارکت او پراختیا لپاره د افغانستان او اروپایي ټولنې دویمې ګډې کمېټې په ناسته کې د ګډون په مهال د اسیا پاسیفیک لپاره د اروپایي ټولنې له اجرائیوي رئیس ښاغلي ګونر ویګند، سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د اروپایي  ټولنې رئیس ښاغلي پییر میادون، هم شتون درلود، د دوه اړخیزه ژمنو په څېړنه، له افغانستان سره د اروپایي ټولنې په مرستو، د افغانستان مالي او اقتصادي ځان بسیاینې په ستراتېژۍ، د حکومت او خلکو لومړیتوب په نظر کې نیولو سره د مرستو په جلب، د کرنې ودې لپاره په عملي ګام  پورته کېدو، د استوګنځایونو او انرژۍ په جوړېدو او نورو وړ مسائلو په تړاو هر اړخیز بحث وکړ.
د مالیې وزارت سرپرست، اروپایي ټولنه د افغانستان له مهموو شریکانو وبلله او د دوی له سخاوتمندانه مرستو چې د هیواد لومړیتوب په نظر کې نیولو سره د ملي بودیجې له لارې ترسره کېږي ډېره مننه وکړه.
د اسیا پاسیفیک لپاره د اروپایي ټولنې اجرائیوي رئیس، اروپایي ټولنه د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي شریک وباله او د مرستو په دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۱:۵۴
Background image

د مالیې وزارت سرپرست ۲۰ سترې او لومړیتوب لرونکې پروژې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک رئیس ته وړاندې کړې

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د چنګاښ میاشتې په ۲۲مه نېټه په لوکزامبورک ښار کې د اسیا بنسټیزې پانګونې. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۲:۵۴
Background image

د مالیې وزارت سرپرست: د ځان بسیاینې اقتصادي ستراتېژۍ او مالي پانګونې بستې له وړاندي کولو څخه زموږ موخه د اقتصادي پراختیا تضمین او د افغانستان پایداره وده ده

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، چې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک په څلورمه کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه یې. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د مالیې وزارت سرپرست د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک په څلورمه کلنۍ ناسته کې د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې ستراتېژي وړاندي کړه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک په څلورمه کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه. . .

BACK TO NEWS