موږ مسئولیت لرو

دا یو واقعیت او حقیقت دئ، چي انسان یو اجتماعي او ټولنیز مخلوق دئ، په یوازي ځان نه سي کولای چي ځانته ژوند وکړي، ژوند جوړ کړي او د ژوند چاري پر مخ یوسي، دی اړ دي چي د نورو اشخاصو سره ګډ ژوند وکړي، د هغوي څه مرسته وغواړي او د هغوی لارښووني ته غوږ کښېږدي.
هو انسان چي ګډ ژوند له نورو انسانانو سره غوره کوي، په ګډ دفتر کي کار ورسره کوي او د هغوی ښېګڼه غواړي؛ نو بیا مسئولیت لري، چي خپل کارونو په ښه او غوره توګه  تر سره کړي، دا ځکه چي د اسلام مقدس دین او اجتماعي ژوند نه یوازي دا چي له انسان څخه د نیکو او ګټورو کارونو تر سره کول غواړي؛ بلکي د دې ترڅنګ ورڅخه غواړي، چي د خپل دیني مسئولیت او د ټولني د بقاء په پار خپل مسئولیت او دنده په خورا ښه توګه تر سره کړي.
زموږ اصلافو نه یوازي داچي خپل کارونه به يې ترسره کول؛ بلکي د کارونو د تر سره کولو سره – سره به يې له کاره سره مینه لرله او کوښښ به يې کوی، چي دغه ميني له امله خپل کارونه په غوره توګه تر سره کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه یوازي دا چي د کار کولو سره ئې زیاته مینه درلودله، بلکي خپل امت به یې دې ته هڅاوه چي تر څو خپل کارونه په خورا ښه شکل تر سره کړي، په دې اړه داسي فرمايي: ژباړه: کله چې یو له تاسو نه یو کار ترسره کوي؛ نو الله تعالی دا خوښه ګڼي چي هغه (کار دي) په ښه توګه ترسره سي.  
پورتنیو څرګنونو ته په کتو موږ ته په کار ده چي د انسان پیدایښت، حرکت، ظرفیت، اهمیت، ماهیت، فکر، ذهن، ځواني او کار  باید د خپل هيواد، ټولني  انساني کمال ته د رسېدو، د خپل مسئولیت د پېژندو، هيواد او ټولني ته د خدمت د کېدو  لپاره وي؛ نو راسئ چي خپل انسان عقل، منطق، حس او تجربې په کار واچوو، تر څو خپل هیواد او ټولنه له ښېرازیو برخمن او عزتمن کړو.   

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .