نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالی

صادرات هغه توکي دي، چي د یوه هيواد پر اقتصادي پیاوړتیا باندي مستقیم آغېز لري. د صادراتو په زیاتېدو سره د یوه هيواد کورنی صنعت وده کوي، هيوادوالو ته د کار زمینه برابرېږي، اقتصادي خطرات کموي او د پولي واحد د ارزښت په ساتلو کي مثبت رول لوبوي.
هغه هيوادونه، چي صادرات ئې په زیاتېدو او واردات ئې په کمېدو وي د پرمختګ په حال کي وي، خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د هيواد  د اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیایني لپاره اقتصادي سکټور ته  ځانګړې پاملرنه سوې، د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه  کيږي، چي په پایله کي ئې په تېرو دوو کلونو کي د افغانستان صادرات د تېرو کلونو په پرتله  څو برابره زیات سوي دي.
د مالیې وزارت رهبري هم د هیواد د اقتصادي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګرو او صنعتکارانو د ملاتړ او په هیواد کي د پانګوني د تشویق په موخه د سوداګرو مالیاتي جرایمو د معافیت ترڅنګ دوی ته د هيواد په ټولو ګمرکونو کي د پام وړ اسانتیاوي رامنځته کړي دي، چي په لاندي ډول دي:
* د صادراتي توکو د پړاوونو ترسره کولو لپاره د هيواد په ګمرکونو کي د کاري وخت (۲۴ او۱۶) ساعته کول.
 د هيواد په ګمرکونو کي صادراتي توکو د پړاوونو ترسره کولو ته لومړیتوب ورکول.
* د صادراتو د پراختیا په موخه له معدنیاتو پرته په نورو ټولو (میوه، سبزیو او صنعتي) توکو ګمرکي محصول نه اخیستل.
* د کورني صنعت د پراختیا په موخه د ا.ا.ا له بیا واکمنېدو سره سم پر صادراتو باندي د (۲٪) سلني مالیه معاف کول.
* د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاوو راوستلو په موخه د تورخم پر سرحدي ګمرک باندي د ډبرو سکرو صادراتو ته اجازه ورکول.
* د هيواد په ټولو ګمرکونو کي د فساد پر وړاندي ریښتينې مبارزه او بيروکراسي له منځه وړل.
د مالیې وزارت رهبري تل هڅه کوي چي د سوداګرو، صنعتکارانو او د پانګوالو صادراتي موادو ته په مالیاتو او ګمرکونو کي نوري لازمي اسانتیاوي رامنځته کړي؛ تر څو افغانستان له اقتصادي پلوه د سیمي او نړۍ په کچه  په یوه صادراتي هیواد بدل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .