نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالی
صادرات هغه توکي دي، چي د یوه هيواد پر اقتصادي پیاوړتیا باندي مستقیم آغېز لري. د صادراتو په زیاتېدو سره د یوه هيواد کورنی صنعت وده کوي، هيوادوالو ته د کار زمینه برابرېږي، اقتصادي خطرات کموي او د پولي واحد د ارزښت په ساتلو کي مثبت رول لوبوي.
هغه هيوادونه، چي صادرات ئې په زیاتېدو او واردات ئې په کمېدو وي د پرمختګ په حال کي وي، خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د هيواد د اقتصادي پیاوړتیا او ځان بسیایني لپاره اقتصادي سکټور ته ځانګړې پاملرنه سوې، د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کيږي، چي په پایله کي ئې په تېرو دوو کلونو کي د افغانستان صادرات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات سوي دي.
د مالیې وزارت رهبري هم د هیواد د اقتصادي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګرو او صنعتکارانو د ملاتړ او په هیواد کي د پانګوني د تشویق په موخه د سوداګرو مالیاتي جرایمو د معافیت ترڅنګ دوی ته د هيواد په ټولو ګمرکونو کي د پام وړ اسانتیاوي رامنځته کړي دي، چي په لاندي ډول دي:
* د صادراتي توکو د پړاوونو ترسره کولو لپاره د هيواد په ګمرکونو کي د کاري وخت (۲۴ او۱۶) ساعته کول.
د هيواد په ګمرکونو کي صادراتي توکو د پړاوونو ترسره کولو ته لومړیتوب ورکول.
* د صادراتو د پراختیا په موخه له معدنیاتو پرته په نورو ټولو (میوه، سبزیو او صنعتي) توکو ګمرکي محصول نه اخیستل.
* د کورني صنعت د پراختیا په موخه د ا.ا.ا له بیا واکمنېدو سره سم پر صادراتو باندي د (۲٪) سلني مالیه معاف کول.
* د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیاوو راوستلو په موخه د تورخم پر سرحدي ګمرک باندي د ډبرو سکرو صادراتو ته اجازه ورکول.
* د هيواد په ټولو ګمرکونو کي د فساد پر وړاندي ریښتينې مبارزه او بيروکراسي له منځه وړل.
د مالیې وزارت رهبري تل هڅه کوي چي د سوداګرو، صنعتکارانو او د پانګوالو صادراتي موادو ته په مالیاتو او ګمرکونو کي نوري لازمي اسانتیاوي رامنځته کړي؛ تر څو افغانستان له اقتصادي پلوه د سیمي او نړۍ په کچه په یوه صادراتي هیواد بدل سي.
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.